ایکناخبری آژآنس راپور راکړ، د قرآني چارو یو څيړاند عبدالدائم الکحیل په خپلې یوې څیړنې کې لیکي ،له کلونو راهسې د روژې ساتل یو بې ګټې عبادت بلل کیږي، خو په ۲۰۱۹کال کې یو څيړنیز راپور خپور شوی ، چې د روژې د ساتلو ئې ډيرې حیرانونکي ګټې ئې بیان کړي دي.
ددغه راپور په اساس که چیرې په هرې میاشتې کې څوک یوه ورځ روژه وساتي ،نو د نورو خلکو په نسبت به د زړه له ناروغیو تر اویا فیصدو پورې خوندي وي .
د زړه د ناروغیو ی نامتو متخصص او څيړاند ډاکټر بنجامین ډي هورن په دې باب وا ئي ، د روژې د ساتلو په باب ډيرې حیراونونکي نتیجې ترلاسه شوي دي او دمتخصصانو له امیده هم لازیاتې ګټې ئې ظاهرې شوي دي .
د امریکا د زړه د ناروغیو د څيړنیز مرکز د څيړنو په اساس ،د روژې د ساتلو داسې حیرانونکی نتیجې رابرسیره شوي چې د زړه له ناروغیو له خونديکیدا سره سره ، د عمر د زیاتیدا او له ښه صحت لپاره هم د روژې سال ډيرې اوڅاره ګټې لري .په تیره بیا دمعدې ډیرې ناروغئ د روژې د ساتلوپه نتیجې کې له مینځه ځي .
همداراز دڅيړنو په اساس ،د روژې د ساتلو له هماغه پیله انسان پخپل ځان کنټرول لري او خپل نفسیاتي خواهشاتو په محدودولو کې ورڅخه مرسته اخستل کیږي.
په دغه څیړنیز راپور کې دوې مهمې نتیجې ترلاسه شوي دي ،لومړۍ دا چې روژه انسان له مختلفو ناروغیو په تیره بیا د زړه له ناروغیو تر اویا فیصدو پورې خوندي ساتي ،لکه چې د اهل سنت په یوه مشهور کتاب سنن ابن ماجه کې رسول الله (ص) فرمائي ؛ الصّوم جنة؛ روژه د هر انسان حفاظت کوي .
دوهمه نتیجه داده چې ،روژې دخپلو خواهشاتو په کنټرولولو کې مرسته کوي .،لکه ډ اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) ځوانانو ته د روژې د ساتلو په سپارښتنې کې فرمائي ؛ائ ځوانانو،په تاسو کې چې څوک واده کولی شي واده دې وکړي او څوک چې واده نه شوي کولی ، نو هغوي دې روژې وساتې چې د خپلو خواهشاتو په کنټرولولو کې مرسته کوي . :::
د وئيلوده چې چې متخصصان اعتراف کوي چې دنورو رژيمونو یاډائيټینګ یا کم خوراک په مقابل کې د اسلامی اصولو په اساس ، دیوې میاشتې روژې ساتلو ډیرې زتې ګټې دي ، چې باید ورڅخه استفاده وشي .
https://iqna.ir/ur/news/3511643/%